دموردستاینی او ویاړ په خاطر
نصیراحمد ــ مهمند  نصیراحمد ــ مهمند

                                                                                                        له سد نی څخه

موردمينې انسانيت يوه ښوونکې        مورد ټولو بشريت ستره روزونکې

   مبارک او ښکلې ورځ د بختورشه

 موراوپلاردانسانی ټولنو په ژوندانه کې هغه مهم شخصيتونه دي کوم چې شتون يې په هره ټولنه ،هيواداوهره کلتوردژوندپه ډګرکې ډيرمهم دی او دعزت اواحترام وړپه نظرکتل کیږی. کورنی چی دټولنی اوملتونودجوړښت بنیادی واحد دی،موراوپلارددی واحد معماران اوبڼست  ایښودونکی او شاه تیران دی . اوهمداسی کورنی چی ما شوم دپاره دښوونی اوروزنی دلومړی مدرسی او پوهنځی حیثیت لری ،موراو پلارپکښی دلومړنی ښوونکو او روزونکو په حیث ماشوم ته پالنه او روزنه ورکوی او دمورنقش اورول  دپلارپه انډ دری برابره زیات دی . لهذا پدی مهال چی دمورد ورځی سره مصادفه ده ، غواړم پخپل وارسره ټولوګرانوافغان میندوته که دهیوادپه دننه دی یا په بهردنیکی هیلی اومبارکی په وړاندی کولوسره دمیندو دمقام اومسوولیتونو په اړوند په لنډ ډول نظرواچوو.

دعقیدتی اواخلاقی ډندوله مخی دموردرنښت اوعزت یی پرځای اوادا کول نه دیوه ځاصی ورځ یامیاښت یا کال وجیبه ده بلکی هره شیبه اوهره مهال داولادونواوټولنوله  ډندو اومسوولیتونوڅخه ګڼل کیږی .خوزمونږ په افغانی ټولنی او هیوادکښی  دموردنړيوالې ورځې په وياړدغبرګولی دمیاشتی په څلورویشتمه نیټه هرکال دځانګړي پروګرامونو په ترڅ رسما نماځل کيږي اوميندوته د سوغاتونه اودګلانو ګيډۍ په ورکولوسره درناوی کيږي دغه عمل خپله دمور په مقابل دټولنی داحترام او قدرشناسی یوه څرګنډ نمونه او بیلګه دی .

یقیناچه مورډيرسپيڅلې اومهربانه موجوده ،دقدروړاوشتون یی یولوی برکت اونعمت ده. دمورکلمه دنړی په سټره قاموس کښی بهترینه معنی او دګیتی په انتخاب شوی او ښایسته سموفونیوکښی ډیرپه زړه پوری غږ ده . ددنیا دمعرفت په کتاب کښی مورهغه نخبه کلمی دی چه زمونږدهریوی دژوندانه دلاروپه مخ دیوی ښکلی تابلوپه ټوګه دی . موردعشق اوالفت زیږونکی اودمهراوعطوفت پالونکی دی ، مورهغه موجود دی چه دخپل نه کموی اود وجود دعصاری نه خپل ماشوم روزی . داهغه موجوددی چه په شهامت اومیړانی له ناخوالیوسره سره مشت اوګریوان دی ترڅو وګولای شی خپل ماشوم دهررازدرد ورنځ ، ظلم اوبیعدالتی په مقابل کی پیاوړی کړی . دمورپه کلمه کښی یوډیرښه اوپه زړه پوری غږ اوسرود دی ، مورماشوم دپاره دامن یومضبوط پناه ګاه اولوړحصار دی ، مورماشوم دپاره نږدی غمخور، مونس، یاوراولومړنی روزونکی او پالونکی دی . په هره مهال اوهره ځای کله چه دمورښکلی اوخوږه نوم واوریدل شی ، سړی بی له ځند اوپرته له ارادی ځان پورولی اومدیون احساسه وی. ترڅوچه خپل مورترڅنګه لرو ، ځانته دنړی شته من ترین شخص احساسه و. دا موردی کله چه دمینی اوشفقت نه ډ ک اوپه دقت سره ماشوم ته نظرواچوی  ، هغه په نعمتونواومهربانیوکی دوپیږی .

 دمورمینی ماشوم سره ملکوتی مینه ده، مونږنشوکولای چه په ژبه یا څولیکلی ښکلی او رنګینه کلمواو جملوذکرکړواو وستایو ، یا یی ولیکو، خکه چه دموردوجود تقدس له نورهرشی نه زښته ډیراولوړدی ، خو که خبره لنډ کړوچه مورهغه مقدس موجود دی چه وروسته له الله تعالی دپاک ذات نه هره ښایسته وصف ورته پرځای او ښکلی دی . دغه ډیرعالی ا وله معنی نه دکی ویل چه « بهشت دموردرضا اودمورترقدمونولاندی دی »  اویا:

جنت که رضای مادران است               در زیر قدمهای مادران است

ګویند مرا چو زاد مادر                   پستان به دهن ګرفتن آموخت

 شبها بر ګهواره من                        بیدار نشست وخفتن آ موخت

                               دستم بګرفت و پا به پا برد                    تا شیوه راه رفتن آموخت

پس هستی من زهستی اوست

تا هستم و هست دارمش دوست

له دی ځایه چی زمونږ پاک دین اسلام یو عدالت پالونکی ټولنیزدین دی اودانسانی ژوند په اړوند په هراړخیز ډول دخیر، ښیګڼی او انتظام دپاره بشپړجامع عادلانه آیین او نظام لری ،پدی نظام کښی دښځواوپه خاصه ټوګه دمورمقام اومنزلت ډیرلوړی دی. پرهمدی لړدموراو پلار دحقوقود اداکولواواحترام رعایتولودپاره په قرآن شریف او په نبوی احادیثوکی ډومره تاکیدشویدی چی دنورومسایل او برخوپه پرتله ډیرزیات دی. او په ډیروآیتونو دمختلفوسوروکی والدینوسره نیکی اواحسان کول او ددوی خوښی او رضایت ساتل او خدمت کول وروسته دتوحید او یکتا پرستی او دالله تعالی له حقوقونه ذکرشویدی، دموراو پلارحقونه پیژندل دخداوند تعالی دحقوقو سره همردیف راغلی دی، چی دا خپله دهغه داهمیت او اعتبارڅرګند دلیل دی دبقری دسوری د «۸۳» آیت چه ترجمه یی ولولو فرمایل شوی «بغیر دخداوند (نورهیچ شی ) ته پرستش مکوی له خپل مورا وپلار سره نیکی وکړی» . دا خپله داحترام ددرجی بیانونکی دی .

همدارنګه حدیث رسول کریم «ص» دابو هریره «رض»نه روایت دی چی ویلی دی :« دحضرت محمدرسول الله « ص» نه یو سړی دری ځله په تکراروپوښتل چه ،ای دخدای «ج» رسوله ! زما ددوستی اوملګرتیا اومصاحبت دپاره څرنګه سړی ښایسته او مناسب دی ؟ حضرت«ص» په دری خله ځواب کی ورته وفرمایل : ستاسی مور .هغه سړی ځلورم ځل دپار ه سوال وکړ چه بیاڅوک ؟ رسول اکرم «ص» وفرمایل : ستاسی پلار .بناء څرګنده شول چه داسلام داحکامو اوعدالت پربڼست دمورحق ترپلارنه مقدم ګڼل شوې ده .

خو څرګنده هر څومره چه مقام ،حقوق او امتیازاوصلاحتیونه لوړ او زیاتیږی په هماغه پیمانه دمسوولیت او ځواب دهی لمن هم پراخیږی، په همدی لړدمیندو دمسوولیتونواو وجیبو د ښه ترسره کولو په اړه زمونږ په مقدس دين کې ویل شویدی چه په هغومیند ورحمت نازلیږی چه دژوندانه د ستونزوسره سره دخپل اولادونو په سالمی روزنه کی زیار باسی او مسوولیت احساس وکړی چی ایمانداره او باعقیده خذمتګار زامن ټولنی اوهیواد ته وړاندی کړی چی دهغی او ټولنی دهوساینی ،افتخاراوسرلوړلی لامل وګرځی. چه خپله یوښه مورهم  په ښواولادونوویاړی .

دیوی ټولنی دخلکو توان اوطاقت دهغی ټولنی دافرادودښایستوب اوپوهنی په معیارپوری اړه لری . چه دا دموردغیړی نه تومنه اخلی اوقوام ته رسیږی . دشخصیت رشد دموردغیږی نه شروع کیږی اوتکامل کوی . دمورخورا مهمه ډنده داولاد روزنه ده  . زمونږهیواد پخپله غیږ کی داسی نومیالی میندی روزلی چه لویوډګرونواو دپوهنی نړی ته یی سټراولادونه وړاندی کړیدی .څرنګه چی میندی داوسنی نسل اساسی پالونکی او روزونکی او دهیواددسباجوړونکی دی نو په حقیقت کی دبشری ټولنوواقعی تاداو ایښودونکی هم دی .

.یو بامسوولیته مورماشوم ته دژوندانه سمی لارښیی ، په ژوندانه کی دستونز په مقابل ورته ټینګاربخښی څوچه دژوندانه په مبارزی او دخپلو انسانی ټولنیزواوملی وجایبوپه ترسره کولو کی بریالی اوسی .مورپه جدی او نه سټری کیدونکی ډول دخپل ماشوم روغتیا که جمسمانی وی  که روانی وذهنی څاری او دټولنی دروغتیا او سلامتیا تاداو ږدی .ځکه چه دروغتیا اساس د ژوندانه دپیل نه ایښودل کیږی .

څرنګه چه مخکی هم ذکرشول ماشوم لومړنی زده کړه اوپوهنه له موره اخلی او دا مور ده چه په سړه سینه او مینه اونه سټړی کیدونکوکوښش او تلاش دخپل اولاد دلومړنیوورځو زده کړی څارنه کوی .همدا ډول داولادوداخلاق پالنه او څارنه دمورله ډندو څخه شمیرل کیږی ځکه چه دشخصیت سټرعنصراخلاق اووطن دوستی ده .

له دی ځایه چی دمورمقام او منزلت ډیرلوړاوواجب الاحترام دی چه داسلامی آیین او اصولو سره سم دبی احترامی یا ځورولو په وجه باندی اولاد کنهکارکیږی . نوپردی بناءدهغه مسوولیتونه هم دروند دی . هغه میندوچه خپل وجایب  په ښه ټوګه ترسره کوی په حقیقت کی خپل ټولنی اوهیوادجوړوی اوددایم دیاره پری ویاړی. څرګنده ده ، څومره چه دمور وظیفی مهمی او درنی دی او احساس مسوولیت وکړی، همدومره مقام او منزلت اواحترام یی زیاتیږی او لوړلیږی .  

هغه میندوبختوراوکامیاب دی او تل پاتی ویاړنی ورپه برخه کیږی چه خپلو دغومهمواولوړومقام اوسټرو ډندوته په ټوجه سره دټولنی اوهیواد داړتیا او دزمانی  داقتضاء سره سم خپل اولادونه دتقوااو فضلیت اود خلکو دغوښتنی سره سم چه د هیوادپه درد دوا شی اودا اعتقاد او توان ولری چه دنن اوسبا جوړول ډندو په غاړه لری . انصاف ولری ،دردمن اووطن پالونکی وی ،دخپلو خلکودهوساینی اونیکمرغی دپاره د وروری ، برابری لاره غوره اوعملی کړی .

                          په درنښت               


June 15th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي